اسلا?? آباد۔7مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره د س??اټ لېنډ لومړي وزير حمزه يوسف ملاقات وكړو په كوم كښې چې دواړو مشرانو د تعليم، مهارتونو او د تجديد وړ وسيلو په برخه كښې د ګډو پروژو ودې لپاره د دواړو هېوادونو تر??ېنځه په دوه اړخيزه مرسته اتفاق وكړو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې مهم منصب ټاكل كېدو حمزوه يوسف ته ??با??كي وركولو سره ووئيل د حمزه يوسف ټاکنې د س??اټ لينډ او برطانيې په پرمختګ کښې د برټش پاكستانۍ ټولنې مهم او مثبت کردار په ډاګه كړې دې۔ وزيراعظم د ده نوې ذمه واريو سنبالولو كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د پاكستان او س??اټ لېنډ تر??ېنځه د تاريخي اړيكو په لا پياوړې كولو اتفاق وكړو چې پكښې تجارت٬ سرمايه كاري٬ تعليم٬ د هوا او سولر ټېكنالوجي او او د اولس تر??ينځه تړون شامل دے۔ دواړو مشرانو د تعليم، مهارتونو او د تجديد وړ وسيلو په برخه كښې د ګډو پروژو ودې لپاره د دواړو هېوادونو تر??ېنځه په دوه اړخيزه مرسته اتفاق وكړو۔ وزیراعظم د تېر كال سېلاب په مهال د پاكستاني حكومت په مرسته كولو د س??اټ لینډ حکومت مننه وكړه۔ وزيراعظم حمزه يوسف ته د پاکستان د دورې بلنه وركړه كومه چې هغه په خوشحالۍ قبوله كړه۔ حمزه يوسف د سكاټش نېشنل ګوند مشري كوي او دې په مارچ كښې ساكټش پارليمنټ د سكاتش حكومت مشرۍ له ټاكلې وو۔ هغه د پاكستاني ورثې اولنې برطانوي وګړے دے كوم چې دا درناوې تر??اسه كړے دے۔