پېښور 28 اپرېل (اے پي پي) د وفاقي حکومت لخوا د وزيراعظم يوتھ ډويلپمنټ ??رو??رام له مخې پبلك سيکټر ډويلپمنټ پروجيکټس (پي اېس ډي پي) سرکاري، نجي او پرمختيائي څانګو كښې د خېبرپښتونخوا پشمول ګرد هېواد څخه ځوانانو لپاره 60ز ره بامعاوضه انټرن شپس اعلان كړے شوے دے٬ د پي اېس ډي پي په ??رو??رام كښې به شل زر انټرن شپ په سركاري څانګه كښې او 40 زره په نجي او پرمختيائي څانګو كښې وركولې شي چې موده به ئې د شپږ مياشتو نه تر يو كال وي ٬ په دې موقع به اعليٰ پيشه ور كسان او د پوهانو څخه د كار تجربه ترلاسه كولې شي او د دې نه علاوه به 25 زره نه تر 40 زره روپو مياشتنې سكالرشپ هم ترلاسه كېږي۔ د وزيراعظم پيډ انټرن شپ ??رو??رام ته د ضم شوې قبائلي ضلعو پشمول خېبرپښتونخوا كښې د ځوانانو لخوا ډېره ډاډګيرنه او مثبت ردعمل ترلاسه شوې دې۔ د دې ??رو??رام له مخې د لكهونو په شمېر نوې ګريجويټس او ډپلومه هولډرز لپاره د م??لو??ه تجربو ترلاسه كولو دا ښه موقع ګرځولې شوې ده۔ د وزيراعظم يوتھ ډويلپمنټ ??رو??رام يو جامع منصوبه دې چې پكښې 15 ??رو??رام شامل دي د دې تاريخي ??رو??رام له مخې د وفاقي حكومت لخوا ځوانان په معاسي توګه اختيار مند جوړولو لپاره پرائم منسټر يوتھ ليپ ټاپ ??رو??رام، بااختيار نوجوان انټرن شپ ??رو??رام او بلوچستان او د پخوانۍ فاتا زده كوٶنكو لپاره 5 زره سكالرشپس اعلان ه?? شوې دې٬ په ??رو??رام كښې زلمي كول ته په انتخابي پېشو كښې پوهه ترلاسه كولو لپاره يوه ښه موقع وركولو سره ځوانانو ته په ځائي او نړيواله كچه د مقابلے كولو ټولې ضروري پوهې وركولو كښې مرسته وشي ۔ د پېښور پوهنتون د پوسټ ګرېجوېټ زده كوٶنكي احتشام قيصر اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د وزيراعظم بامعاوضه انټرن شپ نوې ګريجويټس او ډپلومه هولډرز لپاره بهر هېواد كښې د ملازمتونو نه علاوه د عملي تجربې او په نوې منتخب پېشو كښې د پوهې ترلاسه كولو ښه موقع ده ۔ احتشام قيصر ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف بامعاوضه انټرن شپ ??رو??رام په پېل كولو مونږ د وزيراعظم مننه كوٶ ځكه چې د دې ??رو??رام له مخې به د صوبې پشمول د ګرد هېواد د لكهونو په شمېر ځوانان ګريجويټس او ډپلومه هولډرز ته ګټه ورسي۔ شهريار زمان يو بل ګريجويټ او د واپډا ټاٶن نوښار استوګن ه?? د انټرن شپ ??رو??رام سره ډېر اميدونه تړلي دي او ھغه هم د ??رو??رام نه د ګټې پورته كولو لوظ كړے دے۔ د خېبر پختونخوا پاکستان مسلم ليګ (ن) وياند اختيار ولي خان اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د وزير اعظم يوتھ ډويلپمنټ ??رو??رام د ځوانانو د ترقۍ اقداماتو له مخې د منصوبه بندي او پرمختګ وزارت له مخې پېل كړې شوې ٶ دغسې چې د هېواد د آبادۍ 64 فيصده نه زيات ځوانانو ته موقع وركړې شوې ۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم يوتھ ډويلپمنټ ??رو??رام د پاکستان ځوانانو او انجونو ته د جديد او فني تعليم وركولو سره واكمن جوړولو لپاره پېل كړې شوې دې۔ ده ووئيل دا ??رو??رام د موجوده اتحادي حکومت لويه كاميابه ده چې مقصد ئې تعليمي، سياسي تړون، ذات پات او د كورني پس منظر نه پرته ځوانان په معاشي توګه واكمن جوړول دي۔ ده ووئيل په وراثت كښې پاتې د سخت معاسي او سياسي چېلنجونو باوجود وزيراعظم محمد شهباز شريف د ځوانانو پرمختګ او دوي په معاشي توګه اختيار مند جوړولو لپاره دا تاريخي ??رو??رام په كاميابۍ سره پېل كړې دے چې له مخې ئې ”ټيلي سکول پاکستان اېپ”، ګوګل فار اېجوکيشن او ډيجيټل کنټينيوس پروفيشنل ډويلپمنټ پشمول يو شمېر سروسز پېل كړې شوې دي