اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د عمان سلطان هيثم بن طارق بن تېمور آل سعيد سره ټېلي فوني تماس نيولے او هغه له ئې د واړه ا??تر د خوشحالۍ په موقع مباركي وركړې ده ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د عمان سلطان هيثم بن طارق بن تېمور آل سعيد سره ټېلې فون نيولے او سلطان له ئې د واړه ا??تر مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ وزيراعظم د پاکستان او عمان ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو په خاص توګه ستراېژك، اقتصادي او په تجارتي څانګو كښې د مرستې لا قوي كولو په اړ?? بلها امكانات رامخې ته كړل۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي اړيكو ذكر كولو كښې ده د دواړو هېوادونو د سمندري ګاٶنډيانو ترمېنځه د ادارو ا?? د اقتصادي روابطو په زياتولو زور رواړو۔ د عمان سلطان وزيراعظم له د اختر د مباركۍ په مينه او ولوله ځواب وركړو ا?? پاكستاني اولس لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د مشت??كه مقاصدو ا?? د دواړو هېوادونو د اولس پرمختګ او د سوكالۍ لپاره دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو لپاره په ګډه د كار كولو له د عزم پخلے هم وكړو۔