اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي كونډې ته د انشورنس كل??م ادا كولو امر كولو سره د اسټېټ لائف انشورنس اپيل مسترد كړو ۔ د ایوانِ صدر پرېس ونګ لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې اسټېټ لائف انشورنس کمپنۍ كونډې ته د لائف انشورنس كل??م ادا كولو څخه انكار كړے وو۔ د اسټېټ لائف موقف دا وو چې متوفي په ترافيكي پېښه كښې نه بلكې د م??ګي رنځ دلاسه په حق رسېدلے۔ صدر مملکت د اسټېټ لائف مؤقف مسترد كولو سره د وفاقي محتسب احكامات په ځايې ساتلو سره ووئيل اسټېټ لائف دے مناسبې ضابطې خپلې كړي او بد انتظامي دې ختمه كړي۔ صدر مملک?? ووئيل كوم ثبوت نه دے وړاندې كړې شوې چې متوفي د م??ګي رنځ د لاسه مړ شوے دے۔ صدر مملك?? ووئيل بد انتظامي ثابت شوې له دې كبله اسټېټ لائف دې په دېرش ورځې كښې دننه شكايت كوؤنكې ته كل??م ادا كړي۔ د تفصيلات له مخې د رېحانه بي بي متوفي خاوند اكرم مسيح 20 كالو لپاره د 3 لكه روپو لائف انشورنس پالېسي واخسته۔ اكرم مسيح په يوه ترافيكي پېښه كښې مړ شو٬ د مرګ نه وروستو د ده كونډې د انشورنس دعوی وكړه۔ مېرمنې وفاقي محتسب ته رجوع وكړه او هغه د دې په حق كښې حكم جاري كړو۔ اسټېټ لائف د محتسب په ضد صدر ته اپيل وكړو۔ صدر مملكت حقائق نظر كښې نيولو سره د اسټېټ لائف انشورنس اپيل مسترد كړو۔