اسلام آباد۔06اپرېل(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې حكومت هېواد د معاشي استحكام پل?? روانولو او نړيوال مالياتي فنډ پروګرام بشپړولو له لوظي دې۔پاكستان امريكې سره دوه اړخيزه تجارتي او سرمايه كارۍ اړيكو لا قوي كولو خواهش لري۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم سره په ملاقات كښې په خبرو كښې كړې۔د خزانې وفاقي وزير د امريكې سفير هركلے كولو سره امريكې سره اقتصادي او تجارتي څانګو كښې په تاريخي او كوټلي دوه اړخيزه اړيكو رڼا واچوله۔د خزانې وفاقي وزير د امريكې سفير د هېواد د معاشي صورتحال او پېښو مسئ??و څخه خبر ??ړو۔ده د اقتصادي زوال مخنيوي او د معاشي استحكام او نمو لپاره د حكومت لخوا په شويو عملي پريكړو رڼا واچوله۔ده د امريكې سفير د آئي اېم اېف سره په شويو مذاكرات كښې د پېشرفت نه هم خبر ??ړو او د پروګرام بشپړولو له د حكومت د عزم پخلې وكړو۔د امريكې سفير ډونلډ بلوم د هېواد د معاشي استحكام او اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د حكومت په پالېسو او پروګرامونو د باور څرګندونه كړې۔ده د دواړو هېوادونو ترمينحه په اقتصادي٬سرمايه كارۍ او تجارتي اړيكو لا ودې لپاره د خپل ملاتړ څرګندونه هم وكړه۔په ملاقات كښې د شريكو خوښو په چارو د خي??لا??و څرګندونه او د دواړو هېوادنو ترمينځه موجوده دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو كښې د خپلې خوښې څرګندونه وكړه۔