اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په پاكستان كښې پرېكنده ??ړاؤ رامخې ته شوے ٬ آيا آئين ٬ قانون او عدالت يواځې بې وزلو لپاره دے؟ او څوك چې ډلې لري هغه به ګرفتارول?? نه شي؟ په خپل ټويټ كښې ده ووئيل عمران خان كه ګرفتار نه كړے شي نو قانون به ماتې اوخوري او فاشزم به بريا ترلاسه كړي٬ پاكستان د يو نوي هټلر متحمل كېد?? نه شي۔ ده ووئېل ټوله نړۍ دا مهال ګوري چې څنګه يو ضدي انسان عمران خان د عدل نظام يرغمال او د عدالتي حكم خلاف ورزي كړې ۔ ده كاركنان ډال كړي او په كور كښې ئې پنا?? اغستې ۔ د خپلو كاركنانو د لارې قام?? ادارو ته بد رد وائي او په هېواد كښې اړې ګړې رامخې ته كوي