اسلام آباد 20فروری (اے پی پی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري و??ېلي دي پاكستان دا مهال سختو معاشي ستونزو سره مخ دے٬يو ځل بيا را??خې ته كېدونكے معيشت او د خپلو مسئلو حل كولو صلاحيت لرو ٬ميونخ سكيورټي كنفرنس په موقع غېر ملكي چينل سره مركه كښې ده ووئيل د يوكرائن جنګ او سېلاب د هېواد معيشت ته لوي زيان رسولے خو پاكستان يو ځل بيا د را??خې ته كېدونكي معشيت او د خپلو مسئلو حل كولو صلاحيت لري۔ده ووئيل پاكستان د يو داسې دور څخ?? تېرېږي چرته به چې اوس غېر آئيني اقدام نه كېږي۔ده په پاكستان كښې په موسمياتي بدلون٬د هېواد په معيشت او د افغانستان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كړی۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف د بيان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې بلاول بهټو زرداري و??ېلي دي د دفاع وزير په سياسي تناظر كښې خبره كوله٬هغه ??كنيكي نه بلكې د سخت معاشي دور ذكر كولو۔ده ووئيل مونږ بدترين معاشي بحران سره مخ يو٬د پاكستان يوه لويه برخه په سېلابي اوبو كښې ډوبه ده٬د سېلاب تباهي د موسمياتي بدلونونو سبب ده٬سېلاب د پاكستان د معيشت رح بدل كړے او پاكستان تراوسه د ستونزو څخ?? بهر ونه وتلے شو او هم د دې معاشي بحران څخ?? وتلو لپاره د آئي اېم اېف سره مذاكرات كوو۔بلاول بهټو زرداري د پخواني و??يراعظم عمران خان د عدم اعتماد تحريك د لارې د اخوا كولو اقدام يو جمهوري او اداره جاتي سنګ ميل ګرځولے او وئېلې يې دي شايد د عمران خان د پلويانو د عدم اعتماد نتيجې خوښې نه وي خو دا د هېواد په تاريخ كښې يوه بنيادي كاميابي ده كومه كښې چې د جمهوري عمل پاسداري شوې۔ده ووئيل عمران خان د جمهوري ان??از په خپلوو بېرته راتللے شي خو هغه ??مهوري ان??از نه خپلوي كوم چې د هغه لپاره ګټور نه دے۔ده ووئيل كه چرې عمران خان د جمهوري لارې ټاكنې نه كوي نو بيا د هغه كوم سياسي سباؤن نشي كېدے۔ده ووئيل د جمهوريت ډاډګيرنه كوونكو ملاتړ كول پكار دي۔خارجه وزير پېښور او كراچۍ كښې د اوسنو ترهه ګرو بريدونو حواله وركولو سره ووئيل چ پاكستان په دې وروستيو ورځو كښې د ترهه ګرۍ څخ?? ډېر ځپلے شوے او افغانستان څخ?? د امريكې ان??لا نه پس د ترهه ګرۍ په چپه كښې اضافه شوې۔ده ووئيل مونږ به په خپله زمكه د ترهه ګرو مقابله كوو خو د دې مسئلې مستقل حل لپاره د افغانستان څخ?? د خطرو مخ نيوې ضرورے دے