اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) د پاكستان وسله والو ځواكو لخوا په دې سخت وخت كښې تركيه لپاره پرله پسې مرسته روانه ده۔ په تركيه كښې ګڼ شمېر پاكستاني زده كوؤنكي او كورنۍ تركيه څخه خپل هېواد ته راستن??دو ته سترګې په لاره دي۔ د پاكستان ايئر فورس لخوا د خصوصي پرواز د لارې په تركيه كښې نښتې پاكستانۍ كورنۍ او زده كوؤنكي هېواد ته بېرته راورسولې شول۔ تركيه څخه بېرته راوړلې شويو پاكستاني وګړو پاكستان ته په رارس??دو د وسله والو ځواكونو او په خاص توګه د پاكستان ايئر فورس مننه وكړه۔ دې نه ځانله د پاكستان ايئرفورس نور مشن هم د اېن ډي اي اېم اے او فارن آفس توسط سره په تركيه كښې د نښتې پاكستاني وګړو هېواد ته رارسولو له چمتو دي۔ د تركيې په اديامان صوبه كښې په مجموعي توګه د پاك پوځ اربن سرچ او رېسكيو ډلو په 91 ځايونو كښې سرچ آ??رېشن او په 39 ځايونو كښې رېسكيو آپرېشن وكړل۔ په دې مهال 8 كسان ژوندي راووي??تل?? شول ٬ دوئي نور 5 ژوندي كسان په ګوته هم كړل۔ دغسې ملبې څخه يۍ 138 مړي راويستلو سره وارثانو ته وسپارل۔