بيجنګ 01 فروري (ار پي پي)د چين صدر ش?? جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ د پېښور په يو جومات د ګل په ورځ د ځانمرګي بريد په سختو ټكو كښې غندنه وكړه چې پكښې د 100 څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د صدر مملكت ډاكټرعارف علو?? په نامه په خپل پیغام كښې صدر ش?? جن پنګ د چين حكومت او اولس لخوا په ياده شوې پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان غمرازي او غم جنيو كورنيو او ژوبل شويو سره د يو والي څرګندونه وكړه۔د ترهه ګ??ۍ بريد غندنه كولو سره ده ووئيل چې چين د هر ډول ترهه ګ??ۍ بشپړه مخالفت كوي او په منطقه او نړۍ كښې امن او سلامتيا باوري كولو له پاكستان سره مرسته لا زياتولو ته چمتو دے۔ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ هم وزيراعظم شهباز شريف ته د غمرازۍ پیغام رالېږلې دې