اسلام آباد24جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي موجوده ??كو??ت په هنر اډانه تعليم ته پام كوي او تعليم ته د ودې وركولو لپاره ګامونه پورته كوي٬زمونږ لپاره دا ضروري ده چې مونږ خپل تعليمي ??ظام د جديد رجحاناتو له مخې روان كړو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د تعليم نړيوالې ورځې په موقع نېشنل سكلز يونيورسټۍ(اېن اېس يو)كښې د وېنا كولو په مهال كړې۔په دستوره كښې د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن ډاكټر مختار احمد٬د اېن اېس يو وائس چانسلر ډاكټر محمد مختار او زده كوونكو او استاذانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔د يادونې وړ ده دسمبر 2018 كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د امن او پرمختګ لپاره د زده كړو كردار تسليمولو لپاره 24 جنوري د تعليم نړيوالې ورځې په توګهد لمانځلو اعلان كړے ؤ ۔په دې موقع وفاقي وزير وو??يل د تعليم حقيقتونه بدل شوي ځكه چې سكلز بيس ايجوكېشن د ډګري بيس ايجوكېشن سسټم شاته پرېښودلے۔وفاقي وزير په استاذانو زور راوړو چې د تهيوري په ځاې عملي علم له وده وركړي۔ده وو??يل وژن 2025 ترمخه قامي ??صابي اصلاحات پیل شوي او قامي ??صاب كونسل هم جوړ شوے خو تېر ??كو??ت د اصلاحاتو ايجنډا متنازع كړې۔وفاقي وزير وو??يل په څلورو مهمو څيزونو يعني نصابي اصلاحات٬د استاذانو تربيه٬امتحانونو او د مدرسې اصلاحاتو ته په سمدستي توګه پام لرنې كولو ته اړتيا ده ځكه چې دا د وژن 2025 برخه وه خو پخواني ??كو??ت دغه منصوبې بندې كړی وې