اسلام آباد16جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله خان د سپ??يم كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر عبدالطيف آفريدي د وژنې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي خېبر پښتونخوا لاقونيت سره مخ ده، د امن او امان صورتحال خطرناك دے، كه د خېبر پښتونخوا حكومت د سياسي ورانې او جوړې په ??اے امن او امان ته پام كړے ؤ نو دا صوررتحال به نه ؤ . د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د عبدالطيف لالا د قتل چې څومره غندنه وشي لږ ده. د پې??ور هائي كورټ په بار كښې دننه د دې پې??ې رامېنځ ته كېدل د امن او امان د سنګينۍ ثبوت دے. ده ووئيل جرم كوونكو ته دې د قانون له مخې سخته سزا وركړې شي. په يوه ورځ په پېنډې او پې??ور كښې دوه وكيلان په نخښه كړې شوي، دواړه ??اے د پي ټي آئي حكومت دے. ده ووئيل وفاقي حكومت خېبر پښتونخوا او پنجاب دواړو ته د امن او امان صورتحال ښه كولو لپاره وړاندې څو ځله وئيلي دي. ده ووئيل عبدالطيف لالا د آئين ، جمهوريت او د مظلومو انسانانو وكيل ؤ ، په بهادرې او جرات رښتيا وئيل د هغه تعارف ؤ . الله تعالٰی دې ارواښاد ته درجې وركړي او د هغه كورنۍ له دې د زغم توفيق وركړي. آمين