اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) پا??ستان او هند د اتوار په ورځ د سفارتي ذريعو د لاري د يو بل په تحويل كښې د بنديوانو فهرستونه يو بل له وركړل۔د خارجره دفتر وياندي د اړخه جاري شوې بيان له مخې د فهرستونو په وخت يو بل له وركول كال 2008 قونصلر رسني لوظنامې له مخې شوي۔د لوظنامې ترمخه دواړه هېوادونه هر كال په 01 جنوري او 01 جولائي د يو بل په تحويل كښې د بنديوانو فهرستونو تبادله كوي۔حكومت پا??ستان اسلام آباد كښې هند هائي كمېشن سره په پا??ستان كښې د 705 هندي بنديوانو فهرست شيئر كړې چې پكښې 51 س??ئلين او 654 كبان نيونكي شامل دي۔ د هند حكومت په نوي ډيلي كښې د پا??ستان هائي كمېشن سره په هند كښې د 434 پا??ستاني بنديوانو فهرست هم شيئر كړې ، چې پكښې 339 سوئلين او 95 كبانو نيونكي بنديوان شامل دي۔دې ن?? ځانله پا??ستان د خپلو 51 س??يلين بنديوانو او 94 كبانو نيونكو بنديواني زر راخوشي كولو او هېواد ته راستنيدو خواست كړې دې،كوم چې خپله اړونده سزا پوره كړې ده او د هغوي د قومي حيثيت تصديق شوې دې۔دې ن?? ځانله 1965 او 1971 په جنګونو كښې بې درك?? شوي دفاعي اهلكارو له قونصلر رسني وركولو او 56 سول بنديوانو ته خصوصي قونصلر رسني خواست هم شوې دې۔