لاهور 10 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف وئيلي دي مشكلات ضرور دي خو پاكستان به چري هم ډيفالټ نه شي،معيشت د فشار ښكار دې ډير زر به په حالاتو قا??و وموندلې شي،مونږ ټولو له به په ګډه د دې مشكلاتو مقابله كول وي او د دې حل به لټول وي،سياسي استحكام سره معاشي استحكام راتللې شي،په آئين او قانون عملدرآ مد سره د هېواد پرمختګ ممكن دې،كوم هم هېواد په غير يقيني صورتحال كښې پرمختګ نه شي كولې،بايد د تورونو سياست ختم كړې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پي پي پي لارښودي بيګم شميم نيازي په كور د هغي تپوس پوښتني نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع پارليماني ليډر حسن مرتضي ، اسلم ګل ، جميل منج ، حاجي عزيزالرحمان چن، فيصل مير، آ صف ناګرا، عاطف رفيق، امجد جټ، راجه شبير، افنان بټ، چوهدري رياض، مياں ايوب، انجم بټ او ?? ډوند نور لارښود هم ده سر?? وو۔ راجه پرويز اشرف ووئيل بايد ټول سياسي ګوندونو لارښود په يو بل د تورونو لګولو په ځائې خپلو كښې د خبرو اترو د لاري د هېواد د پېښو چيلنجونو حل ولټوي، پاكستان يو جمهوري هېواد دې بايد د جمهوريت قوي كولو لپاره سياسي ګوندونه هلي ځلي وكړي او پارلمان له عزت وركړي۔د?? ووئيل په ټوله نړۍ كښې د معيشت په اړه حالات خراب دي، ګراني او بے روزګاري ده دغسې په پاكستان كښې هم په معيشت فشار دې، د دې ټولو مشكلاتو مقابلي لپاره يواځنې حل سياسي استحكام دې،د يو بل احترام كولو سره به هېواد كښې ښه چاپيرچل جوړول وي۔د يوې پوښتني په ځواب د?? ووئيل د اسحاق ډار د صدر مملكت سره ملاقات مثبت خبره ده ځكه چې رابطې منقطع كول نه دي پكار۔د?? ووئيل پيپلز ګوند د يوي كورنۍ په شان دې او بيګم شميم نيازي د ګوند قيمتي اثاثه ده او هغه د بشپړه جذبې سره د ګوند سره ولاړه ده۔د?? ووئيل ټول ګوند د هغې زر روغتيا له لاس په دعا دې۔