اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د ګل په ورځ الوداعي ملاقات كړے ۔وزيراعظم د جنرل قمر جاوېد باجوه د پ??ك پوځ٬ د هېواد دفاع او قامي مفادات لپاره د خدمات ستائنه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د جيو اکنامکس اهميت پحقله د جنرل قمر جاوېد باجوه د کردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د فېټف ګرے لسټ څخه د پاکستان نامه ويستل، د کرونا وب??ء او د سېلاب پشمول په بېلا بېلو بحرانونو كښې د جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې پ??ك پوځ مثالي خدمات ترسره كړي دي، د ترهګرۍ لعنت مخنيوي لپاره د جنرل قمر جاويد باجوه په قيادت كښې پ??ك پوځ مېړنے ??رد??ر تر سره كړے ۔ ده ووئيل جنرل قمر جاوېد د تاريخ په سخت وخت كښې د پ??ك پوځ مشري كړې٬ د پاكستان دفاع ناقابل تسخير جوړولو كښې جنرل باجوه كليدي ??رد??ر لوبولے۔ ده ووئيل په پېچلي سيمه ايز صورتحال كښې جنرل قمر جاوېد باجوه د قائدانه ??رد??ر په سبب د امنيتي چېلنجونو مخنيوي له د سمت تعين شوے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان معاشي قوت جوړولو لپاره ??ه ټولو سياسي قوتونو له په ميثاق معيشت لاسليك كولو سره د اجتماعي زيريكتيا څرګندونه كول وي ۔ وزيراعظم سرلښكر سره په خبرو كښې ووئيل تاسو ته د نړۍ د بهترين پوځ د قيادت اعزاز ترلاسه دے۔ د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د قامي چارو په ترسره كولو كښې په بشپړه مرسته د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د جنرل قمر جاويد باجوه په درناوي كښې د غرمې مېلمستياﺀ هم وركړه۔