استنبول۔25 نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف په دوه ورځنۍ سركاري دوره د جمعې په ورځ تركيه ته ورسېد۔ په استنبول نړيوال هوائي ډګر دوهم ګورنر محمود حرسانلي اولو ٬ اعلی ترك سول او عسكري چارواكو او پاكستاني سفارتكارو وزيراعظم ته هركلې ووې۔ وزيراعظم د ترك صدر رجب طيب اردوان په بلنه دا دوره كوي۔ د اعلی كچې يو پلاوې هم وزيراعظم سره دے۔ وزیراعظم شهباز شریف او صدر رجب طیب اردوان به استنبول شپ یارډ كښې پاك سمندري ??وځ لپاره په څلورو م??جم کاروېټ جهازونو كښې د درېم جهاز پي اېن اېس خېبر پرانسته كوي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه په ګډه مرسته اډانه م??جم منصوبه د پاك – ترك په استراتيجيكي همكارۍ كښې د يو مهم سنګ ميل حېثيت لري۔ دې نه وړاندې پاك سمندري ??وځ لپاره د اولني كاروېټ ٬ پي اېن اېس بابر لانچنګ دستوره د تېر ك??ل اګست مياشت كښې په كراچۍ كښې وشوه۔ دواړه لارښود به په دوه ??ړخيزه اړيكو ?? سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه او د ګډې خبري ??نفرنس ته خطاب كوي۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د تركيه سوداګرې ورورولۍ پلاوي او د اي سي او ټرېډ اېنډ ډوېلپمنټ بېنك صدر سره ملاقات هم كوي۔