اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت به د الېکټرك وهيکلز شمېره كښې اضافې او دې لپاره د ګرد هېواد په لويه كچه د انفراسټركچر جوړولو په بشپړه لائحه عملدرآمد كوي، پاکستان ?? پرمختللې هېوادونو پېدا كړې شوې د موسمياتي بدلون اثراتو زيان ??ره مخ دے٬ په دې وروستيو كښې په هېواد كښې د لس زره مېګاٶاټ لمر توان منصوبې منظور كړې شوې دي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې په هېواد كښې په پبلك ټرانسپورټ كښې د الېكټرك وهيكلز بسونو شموليت، د الېکټرك وهيکلز صنعت او معاون انفراسټر??چر جوړول او د تجديد وړ توان په ذريعو د لوړې كچې غونډه شوې۔ په غونډه كښې پبلك ټرانسپورټ كښې د اليکټرك بسونو شموليت پحقله تجويزونه وړاندې كړې شول٬ غونډه ګرده نړۍ كښې د موجود الېكټرك بسونو او ګاډو صعنت او پاكستان كښې د دې جوړولو په اړه هم په تفصيلي توګحه خبر كړې شوه۔ غونډې ته خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان ?? پرمختللې هېوادونو پېدا كړې شوې د موسمياتي بدلون اثراتو زيان ??ره مخ دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د الېکټرك بسونو او ګاډو لپاره صنعت او انفراسټر??چر جوړېدو سره به نه يوازې د پاكستان په درآمدي بل كښې ډېر كمې ??اش?? بلكې د دې صنعت جوړېدو سره به هېواد كښې بهرنۍ سرمايه كاري او د روزګار موقعې پېدا شي۔ وزيراعظم د غونډې په مهال اړوند چارواكو ته په دې لړ كښې د جامع پلان وړاندې كولو او د صنعت او پېداوار وزارت٬ پاور منسټري او د سرمايه كارۍ بورډ ته په دې څانګه كښې سرمايه كارو ته د هر ډول ممكنه سهولت وركولو هدايات هم جاري كړل