اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) قومي اسمبلۍ ته د آبي وسائلو وز??رت لخوا وئيلي شوي دي چې د سېلا?? او سختو بارانونو د لا??ه په ګرد هېواد كښې د شوي زيان ازاله به كولې شي۔ د زي??رت په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د پوښتنې دمې په مهال د مولانا عبدالاکبر چترالی د فېډرل فلډ كمېشن په اړه د پوښتنې په ځواب كښې د آبي وسائلو وز??رت لخوا په تحريري توګه وركړې شوي ځواب كښې قومي اسمبلۍ ته ووئيلې شؤ چې د كال 1976ء نه وړاندې صوبائي حكومتونه سېلاب څخه د تحفظ پروژو منصوبه بندۍ ٬ انتظام او عملدرآمد ذمه وار وو۔ د 1973ء او1976ء تباهي خپرونكو سېلابونو نجي او سركاري املاكو ته زيات زيان رسولې و?? كوم څخه چې دا په ډاګه شوه چې د سېلابي صورتحال مخنيوي لپاره په صوبائي كچه اسبا?? او منصوبه بندي ناكافي وه۔ په جنوري 1977ء كښې په يو بېن الصوبائي رابطه كنفرنس كښې د وفاقی حکومت پرېكړې په نتيجه كښې د وفاق په كچه يوه اداره جوړه كړې شوه كومه چې د فېډرل فلډ كمېشن په نوم معارفي كړې شوه او په كال 1977 كښې د دې اعلاميه جاري كړې شوه۔ وروستو د مولانا عبد الاكبر چترالي د ضمني پوښتنې په ځواب كښې پارليماني سېكتر ذوالفقار باچاني ووئيل چې په چترال كښې د شوي زيان ازاله به د سروے نه وروست?? كولې شي۔ د مولانا جمال الدین د پوښتنې په ځواب كښې پارليماني سېكتر ذوالفقار باچاني ووئيل د سېلا?? او بارانونو د لاسه چې كوم هم زيان شوے دے مونږ به ادائيګي كوؤ۔