اسلام آباد 13اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې وزیر اعظم شهباز شریف په 12 او 13 اکتوبر آستانه قازقستان كښې د ”سیکا“ 6مي مشرانو غونډي ته وينا كښې په سيمه ايزه او نړيواله كچه په مهمو مسئلو او په خاص توګه موسمیاتی بدلون له امله رامخې ته شوي چیلنجونو په اړه د پاکستان نکته نظر وړاندې كړې دې۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د زيارت په ورځ جاری شوې بيان له مخې وزیر اعظم د نړآوال ??و سيمه ايز امن او كوټلي پرمختګ لپاره د پاکستان د عزم پخلې كړې، هغه په سيمه ايزه او ذيلي كچه شراکت دارۍ او خپلواكۍ په بنیاد د ټو??و رياستونو سره ښه اړآكو ته ودې وركولو پشم??ل د پاکستان اولس سماج?? او اقتصادی ښېګړې هدف ته په ترجیح وركولو زور راوړې۔ وزیر اعظم د سيمې او په خاص توګه افغانستان كښې امن او سلامتیا ودې او كوټلي پرمختګ لپاره د پاکستان کردار نه علاوہ چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پشم??ل د بيل اقدامات د لارې اسياﺀ كښې رابطو قوي كولو كښې د پاکستان کردار هم رامخې ته كړې۔ وزیر اعظم ووئيل د هند د 5 اګست 2019 غیر قانون?? او يو اړخيزه اقدامات او دې نه پس جمو او کشمیر په نړيواله كچه منلې شوي شخړې حیثیت ته زيان رسولو ټو?? اقدامات پشمول مقبوضه سيمه كښې غیر قانونی آبادیاتی بدلون ماحول خراب کړ?? او د خبرو اترو ګنجائش ئې ختم کړې دې۔ده په دې خبره هم زور راوړو چې جمو او کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو او کشمیر?? اولس د خواهشات له مخې حل ك??ل د پاکستان او هند ترمينځه كوټلي امن لپاره ضروری دې۔ بیان له مخې ”سیکا“ د حكومتونو ترمينځه يو نړيوال ??قدام دې چې مقصد ئې اسياﺀ كښې امن، سلامتیا او استحکام ته وده ورك??ل دي۔په 27 غړو هېوادونو مشتمل ”سیکا“ د اسياﺀ هېوادونو ترمينځه د خبرو اترو او مرستي يو مهم فورم دې۔ پاکستان د ”سیکا“بانی غړو كښې يو دې او پاكستان د سيكا په كار كښې په زړه پورې برخه اخلي۔