لندن۔25ستمبر (اے پی پی) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو عم??مي سېكتر انتونیو ګوتېرس باور راكړې دې چې د سېلاب ځپليو بحالۍ له به زر تر زره ډونرز كنفرنس وكړے شي۔ وزیراعظم له لندن څخه د وېډيو لنك د لارې پاكستان كښې په ??ېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ د كارونو جاج اخستلو له د يوې مهمې غونډې مشري وكړه۔ په ??ونډه كښې وفاقي وزيرانو ګډون كولو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېلاب ځپليو بحالۍ په ??ړه رابللې شوې غونډې ته وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو د اوسنۍ غونډې په مهال زما د ملګرو ملتونو د عم??مي سېكتر په ??مول د نړۍ مهمو لارښودو ??ره ملاقاتونه شوي په كومو چې ما هغوي پاكستان كښې د سېلاب دلاسه د رامخې ته شوې تباهۍ او په ??ې لړ كښی د حكومت لخوا مرستې او بحالۍ له د روانو كارروائيو په ??ړه خبر كړل۔ ده سعودي ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز ??ره د خپلو تېلېفوني خبرو ذكر هم وكړو۔ وزیراعظم ووئيل ما نړيوال لارښود په پاكستان د موسمياتي بدلون د سخت اغېز او په ??ې اړه د پاكستان د دريځ نه خبر كړل۔ د نړيوالو لارښودو لخوا په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په ??وي زيان خواخوږي او غمرازي ښكاره كړې شوه او دا باور راكړے شو چې اخلاص ??ره به د پاكستان مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګېټس ??ره د ملاقات په مهال په ??ېلاب ځپليو سيمو كښې د كوچنيانو خوراك لپاره ورلډ فوډ پروګرام څخه د مرستې په ??خستو خبره وشوه۔ وزیراعظم زياته كړه چې د لويے څښتن په فضل او بيا د نړيوالې ورورولۍ او پاكستاني ادارو د هڅو په نتيجه كښې به مونږ كه لويے څښتن ته منظور وي دې ستونزې څخه ډېر زر بهر شؤ۔ وزیراعظم ته د نېشنل فلډ رسپانس کوآرډینیشن سېنټر چارواكو لخوا په ګرد هېواد كښې په ??ېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ كارونو په ??ړه بريف??ګ هم وركړے شو