اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) پاك فضائيه د دفاع ورځې په موقع په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالې ??لې ځلې د زياتولو عزم څرګند كړے شوے . پاك فضائيه به په دې تاريخي ورځ هم خپل وروڼه او خوئيندې نه هېروي او د سېلاب ځپليو مرستې او بحالې ??پاره به هلې ځلې د نوې جوش سره روانې ساتي. د پاك فضائيه وياند له مخې په دې سخت وخت كښې پاك فضائيه د سېلاب ځپليو ستونزې كمولو لپاره ټولې ??سيلې ??اروي. د پاك فضائيه اېمرجنسي رسپانس ډلې د سېلاب ځپليو د بحالې ??ه عمل كښې د سول انتظاميې شپه ورځ مرسته كوي. په سېلاب كښې د ګېرو كسانو په حفاظت سره راويستلو ، د مرستې سامان وړلو راوړلو او د رېسكيو مشنز لپاره د پاك فضائيه ټرانسپورټ او د چورلكو فلېټ پرله پسې د پرواز په حال كښې دي. وياند ووئيل د 24 ساعتو په مهال د پاك فضائيه ډلو ضرورت مندو كورنيو ته 70 خېمې، د خوراك 16189 پېكټونه، د اوبو 1000 بوتلې او د 2331 بنيادي غذائي څيزونو پشمول خشك راشن تقسي?? كړے. دغسې د پاك فضائيه طبي ډلو د2012 رنځورانو طبي معائنه ه?? كړې ده .