اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د پاكستان د آزادې د ډائمنډ جوبلي جشن په ملي جوش و خروش او جذبه ولمانځل شو. د پاكستان د آزادې ورځ په جوماتونو ا?? عبادت خانو كښې هېواد او قوم لپاره خاص دعاګانو سره پېل شوه. په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د 31 او په ټولو صوبائي سرښارونو كښې د 21 ، 21 توپو سلامي وكړې شوه، د ??وم?? ترانې په احترام كښې سائرن وغږول شو او هر ډول ټرافيك ودرېدو. په م??ار قائد او م??ار اقبال د ګارډ د بدلون دستورې وشوې او فاتحه خواني وكړې شوه. مركزي دستوره په جناح كنونشن سنټر اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ??وم?? بېرغ هسك كړو او وېنا ئې وكړه. په دې موقع ??وم?? ترانه وغږول شوه. په دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د ??وم?? اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف، وزيرانو، د پارلمان غړو، غېر ملكي سفارتكار او د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو. د پاك پوځ لخوا هم قوم ته د آزادې مباركي وركړل شوه. په بلوچستان كښې د آزادې ورځې لويه دستوره په كوئټه كښې د صوبائي اسمبلۍ په سبزه ??ار كښې وشوه چې پكښې وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو ??وم?? بېرغ هسك كړو. په پېښور هائي كورټ كښې چيف جسټس قېصر رشيد خان ??وم?? بېرغ هسك كړو. د آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري او وزيراعظم سردار تنوير الياس په ايوان صدر كښې بېرغ هسك كړو. په ګلګت بلتستان كښې وزيراعلٰی خالد خورشېد په چنارباغ كښې د دستورې په مهال بېرغ هسك كړو. په بهرنيو هې??اد??نو كښې د پاكستان په سفارتخانو كښې هم د جشن آزادې دستورې وشوې.