اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وفاقي وزيرانو رانا ثناء اﷲ او اعظم نذير تارړ وئيلي دي تېر وزيراعظم عمران خان د کروړونو روپو په فنډ اخستو خپل سياست كړے خو د الېكشن كمېشن لخوا د ممنوعه فنډنګ په كېس كښې د پرېكړې نه پس بايد عمران خان د قام نه بخښنه وغواړي او استعفي وركړي، نن يوې آئيني ادارې عمران خان غل ډکليئر كړے ، ھغه خېراتي پېسه په سياست استعمال كړې٬ هر سياسي ګوند له الېكشن كېمشن ته ??رڅونه٬ آمدن او ذريعې ښودل وي، پي ټي آئي د خپلو كهاتو نه د لا تعلقې څرګندونه كړې٬ د عمران خان مني ټرېل د دوي د بيانيې په ضد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه داخله وزير رانا ثناء اﷲ او د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته ??پلې وېنا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير په دې موقع د آرمي اېوي اېشن چورلكې په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپ??ره دعا هم وكړه۔ ده ووئيل تېره شپه چې كله چورلكه بې دركه ش??ې وه نو ټول قام د خپلو مېړنو پوځي افسرانو سلامتيا لپ??ره لاس په دعا ؤ ۔ ده ووئيل اوس دا اطلاع ترلاسه شوه چې چ??رلكه كښې ناست ټول افسران او عمله شهيده شوې ۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن د دې شهيدانو كورنيو لپ??ره د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل په قرآن پاك كښې هېواد لپ??ره قرباني وركوٶنكو په حواله لوي څښتن واضح ام?? كړے چې دوي ته مړه مه وائۍ بلكې دوي ژوندي دي خو تاسو په دې نه پوهېږۍ۔ ده ووئيل دا غم زمونږ د ټولو لپ??ره د برداشت نه دے۔ داخله وزير ووئيل د الېکشن کمېشن لخوا چې كومه پرېكړه نن راغلې په دې عمران خان له د قام نه بخښنه غوښتل او استعفي پكار ده۔ په دې موقع د انصاف او قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل هر سياسي پارټۍ ته ??لېكشن كمېشن ته ??رڅونه٬ د آمدن ذريعې ښودل وي، پي ټي آئي خپلو كهاتو څخه د لاتعلقۍ څرګندونه كړې ٬ د پي ټي آئي د مشر مني ټرېل د دوي د بيانيې په ضد دے۔ ده ووئيل لوي څښتن دې زمونږ د شهيدانو او د قام د مېړنو زامنو د قربانيو په صدقه كښې مونږ لپ??ره آسانۍ او د بلوچستان پشمول ګرد هېواد كښې د سېلاب ځپلو لپ??ره آسانۍ راپېدا كړي۔ ده د چورلكې په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپ??ره دعا هم وكړه