اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د پاكستان ډيمو كرېټك موومنټ(پي ډي اېم)مشرانو غونډه كښې د زيارت په ورځ په متفقه توګه منظور شوي قرارداد كښې وفاقي حكومت څخه غوښتنه شوې چې د فل كورټ د لارې د آئين آرټيكل 63 اے تشريح ترلاسه كولو لپاره دې صدارتي ريفرنس سپريم كورټ ته ولېږلے شي۔پرېس رېليز له مخې په قرارداد كښې وئېلي شوي د باكستان دستور 1973 كښې مقننه٬انتظاميه او عدليه ته رياستي اختيارات سپارلے شوي۔په آئين كښې په ښكاره ډول د ادارو ذمه واري ا?? د كار دائره ذمه وار?? په خپله ترسره كولې شي۔د غونډې متفقه رائے ده چې د آئين آرټيكل 63 اے تشريح په معلوم دے ۔كومه هم اداره د دستور له مخې د بلې ادارې په كار كښې مداخلت نشي كولې او نه د كوم بلې ادارې اړه د سترې محكمې اوسنۍ پريكړې سره ابهام٬اړے ګړے او بحران راپیدا شوے٬پريكړه كونكې د عدالت عظمٰی پنځه كسيز بېنچ دوو معزز قاضيانو د درېو قاضيانو اكثريتي رائے سره اختلاف كولو كښې پريكړه په آئين كښې اضافه ګرځولې۔د هېواد نمائنده سياسي ا?? جمهوري ګوندونو په دې د تحفظاتو څرګندونه كړې ځكه چې د عدالت عظمٰی په پريكړه كښې تشريح سره د دستوري حق څخه تجاوز شوے او دې سره نه يواځې يو آئيني ا?? سياسي بحران راپیدا شوے بلكې د دې په نتيجه كښې په هېواد كښې سياسي عدم اس??حك??م هم رامخې ته شوے ۔