اسلام آباد 22 جولائي (اے پي ??ي)د پاكستان د اړخه افغانستان كښې سېلاب ځپل??و لپاره د مرستې سامان درېم كهېپ افغانستان ته لېږلے شوے۔په دې اړه دست??ره په نور خان ايئربيس كښې وشوه۔په دست??ره ګښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔د افغانستان ناظم الامور سردار محمد شكيب د افغانستان حكومت اړخه د مرستې سامان تر لاسه كړو۔په دست??ره كښې د اې?? ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز هم موجود ؤ ۔د خارجه وزارت او پاكستان كښې د افغانستان سفارت اعلٰی چارواكو هم په دست??ره كښې ګډون كولو۔د اې?? ډي اېم اے وياند له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه اې?? ډي اېم اے په افغانستان كښې د ځپليو مرستې لپاره د 10.6 ټن كهيپ انتظام كړے چې پكښې د يخښنۍ موسم لپاره ګرمې جامې٬خيمې او نور سامان شامل ؤ ۔خارجه وزير دستورې ته ووئيل پاكستان د سېلاب او زلزلې غوندې قدرتي آفتونو سره مخ افغانانو سره ولاړ دے۔ده افغانستان ته د مرستې سامان وركولو لپاره د اې?? ډي اېم اے٬خارجه وزارت٬پاك فضائيه او اړوندو محكمو كردار هم وستائېلو۔دغسې په اسلام آباد كښې د افغانستان نظام الامور د افغانستان په مرسته كولو د پاكستان اولس او حكومت مننه وكړه