اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د قومي ??سم??لۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پيپلز ګوند سينئر لارښود سېنېټر ډاكټر سكندر مېندھرو په مړينه خواشيني ښودلې. د قومي ??سم??لۍ سېكرټرېټ د مې??يا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې سپيكر د غمرازې په خپل پېغام كښې د ډاكټر سكندر مېندھرو په مړينه خواشيني ښودلې. ده غم جنې كورنۍ سره غمرازي و??ړه او د ارواښاد سياسي او سماجي خدماتو ته ئې پېرزوينې وړاندې كړې. ده ووئيل چې د ارواښاد سياسي او سماجي خدمات به تل ياد ساتلې شي. ده دعا و??ړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.