اسلام آباد 13مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف سره د جمعيت علماﺀ اسلام ( ف) مشر مولانا فضل الرحمٰن د جمعې په ورځ په پارليمنټ هائوس كښې ملاقات کړے ۔ د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه شوې۔ ملاقات كښې ډپټي اسپيکر زاهد اکرم دراني هم موجود ؤ۔ راجه پرويز اشرف ووئيل د آئين او قانون سرلوړي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري ده ،د آئين پا??ست??ن سرلوړي او احترام په هره اداره او تن لازم دے۔ده ووئيل موجوده حکومت هېواد ته په پېښو چيلنجونو قابو موندلو له چمتو دے، هېواد او اولس ته په پېښو مسئلو به ايوان ??ښې بحث كولې شي۔ د ټولو سياسي پارليماني ګوندونو مشرانو ته انتخابي اصلاحات پارليماني کمېټۍ لپاره د خپلو غړ?? نامې وركولو له خطونه ليكلې شوې۔ده ووئيل په ايوان ??ښې موجود د ټولو ګوندونو غړو له به د رائے څرګندونې موقع و??كولې شي۔ په دې مهال د جے يو آئي (ف) مشر مولانا فصل الرحمان راجه پرويز اشرف له د اسپيکر په چوكۍ سنبھالولو مبارکي وركولو سره ووئيل د ايوان کارروائي په ښه ډول او غير جانبداره انداز په چلولو د سپيکر کردار د ستائنې وړ دے