جده 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان سعودي عرب سره تاريخي اړيكې په ژوره ستراتېژكې همكارۍ بدلول غواړي، دواړه هېوادونه د اقتصادي٬ تجارتي او سرمايه كارۍ روابطو ته د دوې وركولو د لارې په نوو او په غېر روا??تي څانګو ??ار كوي، پاکستان روسيه ??و يوکرائن سره ښې اړيكې لري٬ د ګڼ اړخيزه لوظنامو٬ د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر له مخئ د شخړې سفارتي حل ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده عرب نيوز سره خپلې مركه كښې وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل د دوا??و هېوادونو ترمېنځه خاص اړيكې په اوو لسيزو محيط دي٬ مونږ خواهش ??رو چې مونږ دا اړيكې ژورې٬ متنوع او په شريكه توګه په ګټوره ستراتېژكې همكارۍ بدلې كړو۔ ده ووئيل زما د سعودي عرب وړومبۍ غېر ملكي دورې څخه د دې خبرې عكاسي كېږي چې پاکستان سعودي عرب سره خپلو خاص اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه د معاشي٬ تجارتي او د سرمايه كارۍ روابطو ته د دوې وركولو پحقله د شريكې مرستې د نوو او غېر روا??تي څانګو په لټون ??ار كوي۔ د يوکرائن او روسيه ??خړې پحقله شهباز شريف ووئيل پاكستان دوا??و هېوادونو سره ښې اړيكې لري او هيله ??رو چې روسېه او يوکرائن ترمېنځه د امن مذاكرات به ډېر زر پېل شي۔ وزيراعظم ووئيل د ګڼ اړخيزه لوظنامو٬ د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر له مخئ د شخړې سفارتي حل ضروري دے ٬ پاکستان په ځپلو سيمو كښې وګړو ته په انساني بنيادونو د مرستې د ټولو هلو ځلو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل پاكستان د يوكرائن اولس له د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان دوه سي ون تهرټي الوتكې لېږلي او د يوالي د جذبې په توګه به په نور سامان لېږلو غور كوي۔ ده ووئيل شخړه په خاص توګه د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو پشمول د چا هم په ګټه نه ده