اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) پاكستان د كرتارپور لار كاروباري ملاقاتونو لپاره د استعمال پ?? اړه د هند د بد نيت په بنياد پروپېګنډا رد كړې ده او دا ئې د هند ??خو?? قصداً او د بې بنسټه كمپائن برخه ګرځولې او وئيلي ئې دي چې د هند د بې بنسټه كمپائن مقصد سكھ ياتريانو لپاره د پاكستان د كرتارپور لارې پرانستلو تاريخي اقدام ته زيان رسول دي. د خا??جه دفتر ??خو?? د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د هند ??خو?? په اقليتونو او مسلمانانو د ظلم څخه پام ګرځولو لپاره د هند د مايوسې هڅه كومه نوې خبره نه ده. د خا??جه دفتر وياند ووئيل چې پاكستان د اقليتونو حقونو ته وړومبې ترجيح وركوي او په هېواد كښې د هرې ټولنې د مذهبي او مقدس مقاماتو تقدس باوري كړے شوے. وياند هند ته مشوره وركړه چې هغه دې د كرتارپور لارې پ?? اړه د ګمراه كوونكې بهتان څخه ډډه وكړي، د كرتارپور لار سكھ ټولنې لپاره د پاكستاني حكومت يو ډالې ده. هند دې د دې په ځائ د خپلو مذهبي اقليتونو د ژوند او د عبادت ځايونو تحفظ باوري كولو لپاره اقداماتو ته پام وكړي.