اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ او د هند غېر ذمه وارانه رويه سيمه ايز امن او د سلامتيا په لاره كښې لويې خنډ دے، د يوکرائن شخړې حل د مذ??كراتو او سفارتكارۍ د لارې ضروري دې، ?? چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ( سي پېك) دو??م پړاٶ به د پاکستان اقتصادي پرمختګ ته ده وده وركړي۔ د نهې په ورځ د او آئي سي د خارجه وزيرانو 48مې غونډه كښې ګډون لپاره راغلي ?? چين خارجه وزير او سټيټ قونصلر وانګ ژي وزيراعظم عمران خان سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم د وانګ ژي په پاکستان كښې هركلي كولو سره تېره ورځ د چائنه ايسټرن فلائټ په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ د چين خارجه وزير ?? چين صدر شي جن پنګ او ?? چين وزيراعظم لي کي چيانګ لخوا وزيراعظم ته د نېكو هيلو پېغام ورسولو او ?? چين پاکستان ترمېنځه يۍ په هر موسم كښې تزويراتي شراکت دارۍ له خپل عزم پخلې وكړو۔ په ملاقات كښې د پاك- چين دوه اړخيزه اړيكو په موجوده رفتار او په بدلېدونكي سيمه ايزې او نړيوالې منظر نامه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم په دې وروستيو كښې ?? چين خپلې دورې او ?? چين مشرانو سره د خپلو ملاقاتونه ذكر هم وكړو ۔ وزيراعظم ووئيل د سي پېك دو??م پړاٶ به صنعتي پرمختګ٬ زراعت او د آئي ټي په څير څانګو كښې اقتصادي پرمختګ لپاره د پاكستان هلو ځلو ته وده وركړي۔ دواړو ډولو د يوكرائن په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كولو سره د پائيدار مذ??كرات او سفارتكارۍ دلارې د حل په ضرورت زور رواړلو