اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی) د آزاد ??شم??ر وزيراعظم سردارعبد القيوم نيازي وئيلي دي وزيراعظم عمران خان نه خو كله چاته سر ښكته كړے او نه به خرڅ شي٬ اپوزيشن دې د بې باورۍ تحريك په ځاے په ټاكنو كښې مقابله وكړي٬ د وزيراعظم عمران خان په حكومت كښې د پاكستان خارجه پالېسي لا ښه شوې ٬ د ??شم??ر شخړه د نړۍ په هر يو فورم پورته كړې شوې۔ د نهې په ورځ په جموں و??شم??ر هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وزیراعظم سردار عبدالقیوم نیازی ووئيل خبريالې ورورولۍ په هره موقع زمونږ ملګرتيا كړې ٬ پاكستان كښې چې كومه هم چاره وي مونږ د ??غې نه جلا نه ش?? پاتې كېدے ٬ د هېواد او قام ګټې ته به خاص پاملرنه كول وي۔ عبدالقیوم نیازی ووئيل وزیراعظم عمران خانچې د ??شم??ر كاز لپاره كوم كار كړے ??شم??رے اولس د ??غې اعتراف كوي ٬ د افغانستان په اړه ان كېمر?? غونډه كښې هم وزيراعظم د ??شم??ر ذكر كړے۔ ده ووئيل دا مهال په اسلام آباد كښې د او آئي سي كنفرنس كېدونكے دے ٬ د دې كرېډټ هم وزيراعظم عمران خان لري۔ د آزاد ??شم??ر وزیراعظم ووئيل چوهدري شجاعت حسېن يو زيرك سياستمدار دے ٬زر به يو ښه خبر ترلاسه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل د آزاد کشمیر ټوله كابينه زماسره ده ، كومه ګروپ بندي نشته٬ د ګروپ بندۍ په اړه خبرونو كښې هېڅ صداقت نشته۔ ده ووئيل تنویر الیاس ?? پی ټی آئی آزاد کشمیر صدر دے ٬ حكومت د هغه لاندې كار كوي ٬هغه به د پي ټي آئي په ضد كوم سازش نه كوي