ا??لا?? آباد 10 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ او مينځني ختيز چارو خاص مرستيال او د پاكستان ع??ما??? كونسل چيئرمېن ح??فظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي عالم ا??لا?? او عرب سره د پاكستان اړيكې ډېرې ښې دي٬په عالمي حالات كښې بدلون راروان دے په كوم چې مونږ له ډېر غور و فكر او د محنت ضرورت دے٬د ا??لا??ي مرستې تنظيم غونډه د مارچ په 22مه نېټه كېدونكې ده كومه چې د پاكستان لپاره د و??اړ لمحه ده۔ ده ووئېل خارجه وزير شاه محمود قرېشي د دې د تيارو څارنه كوي٬د ا??لا??ي مرستې تنظيم غونډه به د پاكستان لپاره و??اړ لمحه وي او دا ټول مېلمانه به د مارچ په 23نېټه په پرېډ كښې ګډون كوي۔د عالم ا??لا?? اتحاد او آزاده خارجه پالېسي د پاكستان ترجيح ده۔ده دا خبره د عرب ابلاغ ذريعو سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د پاكستان او سعودي عرب اړيكې د دوه قامونو٬ايمان او عقيدې اړيكې دي او دا څوك هم كمزورې كولې نه شي او دا ډول اړيكې ټولو وروڼو ا??لا??ي هېوادونو سره قائم دي٬په موجوده دور كښې عراق٬مصر٬كويت او نورو عرب هېوادونو سره په اړيكو كښې ښه والے راغلے ۔حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د عدم اعتماد تحريك به ناكام وي٬د عمران خان ملګري هغه يوازې نه پرېږدي٬اتحاديان هم د حكومت سره ولاړ دي او ډېر زر به نړۍ اويني۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ا??لا??ي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو غونډې تيارۍ روانې دي٬په غونډه كښې به په فلسطين او كشمير ضرور خبره كېږي٬په كشمير٬فلسطين د ا??لا??ي مرستې تنظيم دريځ بيخي هم نه دے بدل شوے ٬د فلسطين په مسئله د پاكستان سعودي عرب دريځ يو دے٬هر يو هېواد ته دا حق ترلاسه دے چې هغوي د خپلو ګټو او مصلحتونو له مخې پريكړه وكړي۔ ده ووئېل د تركيې٬متحده عرب امارات٬بحرين د اسرائيل سره اړيكې د هغو هېوادونو خپله پريكړه ده٬پاكستان د نورو هېوادونو په چارو كښې مداخلت نه كوي