اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي)د خزا??ې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ د پاكستان حكومت او كويت شريكه پروژه ده د كومې چې د معيشت په بېلو څانګو او صنعتي هلو ځلو ته وده وركولو كښې د ستائ??ې وړ كردار دے۔ده دا خبره د شورو په ورځ د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ چيئرمېن محمد اے اېم الفاريس سره په ملاقات كښې كړې۔ډلو د پاكستان او كويت ترمينځه د ورورولۍ اړيكو رامخې ته كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه په موجوده مضبوطو اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د خزا??ې وزير د كووېډ 19 په سبب د پاكستان معيشت ته د رامخې ته شوو معاشي ستونزو او په دې اړه معاشي پرمختګ او نمو باوري كولو لپاره د حكومت لخوا په شوو اقداماتو رڼا واچوله ٬ ده ووئېل دې اقداماتو سره د هېواد په مج??وع?? معاشي منظر نامه كښې ښه والے راغلے۔د خزا??ې وزير د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ سرمايه كارۍ او ترقياتي بينكنګ هلې ځلې وستائلې۔ د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ چيئرمېن په دې موقع ووئيل كويت پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔په ملاقات كښې ډلو د سرمايه كارۍ٬تجارت او كارو??ار پشمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو ته اتفاق وكړو ۔د خزا??ې وزير د پاك كويت انويسټمنټ كمپنۍ چيئرمېن د خېرسګالۍ او په مرسته د هغه مننه كړه او هيله يې څرګنده كړه چې په سباؤن كښې به هم د پاكستان او كويت ترمينځه اړيكې لا وده ومومي