مير پور خاص 03 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي ق ليګ او نور اتحاديان د حكومت سره ولاړ دي،اپوزيشن به د بې باورۍ په تحريك كښې ناکامه كېږي٬ مسلم ليګ (ق) وزيراعظم عمران خان سره د لوظ تر سره كولو اعلان كړے ٬ په تحريك انصاف كښې ګروپ نشته٬ پي ټي آئي بس يو ګروپ دے چې نامه ئې عمران خان ده ، مونږ فخر كوٶ چې زمونږ اېم اېن اېز پخپل موقف او عمران خان سره په ??لكه ولاړ دي، د زداري سياست د اېم اېن اېز اخستل دي٬ زمونږ اېم اېن اېز د خرڅ مال نه دے٬ دا عزت دار خلق دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير شاه محمود قرېشي په ??ير پور خاص كښې د پرېس کنفرنس په ??هال كړې ٬ په دې موقع په سندھ كښې اپوزيشن ليډر حليم عادل شېخ، مخدوم زېن حسېن قرېشي، لال ملهي٬ آفتاب قرېشي، راجه عبدالحق او نور مشرانو هم ده سره وو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د سندھ حقونو مارچ د سركاري مشينرۍ نه غېر د اولس په طاقت چلېږي او د پيپلز پارټۍ مارچ په بشپړه توګه د سندھ سركاري مشنېرۍ سره چلېږي، اولس مشاهده وكړه چې د سندھ اولس زمونږ سره ولاړ دے ٬ ده ووئېل زه افسوس لرم چې په ??نډياري كښې پيپلز پارټۍ زما د قافلې لارې نيولو هڅه كړې، د تصادم كولو هڅه شوې، ده ووئېل بے نظير بهټو سره ما كار كړے ٬ د ھغې سوچ داسې نه ٶ٬ كه د شازيه مري په ??ېنا شوي وي نو دا مناسب نه ده، بلاول ملتان ته روان دے ٬ زمونږ لخوا به د هغوي په ??اره كښې كوم خنډان نه وي، د تحريك انصاف كاركنان پرامن او د تهذيب خلق دي٬ د سندھ د حقونو د مارچ مقصد سندھ ته متبادل سوچ او قيادت وركول دي۔ ده ووئيل كه بلاول د مناظرے چېلنج قبول كړے وي نو مونږ چمتو يو ، عمران خان دوي لپاره يوازې بس دے٬ د هرې پوښتنې بې مهذب او په دلائلو ځواب وركوو ، ده ووئېل بلاول دې ما سره رابطه وكړي ٬ مونږ به انتظام وكړو، پارلمان په ??زيراعظم بشپړ باور لري٬ ده ووئېل خالد مقبول صديقي زمونږ ورور او اتحادي دے، وزيراعظم اولسي ريليف پيکيجز وركړے ۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل زما د اروپائي ائتلاف وائس پريذيډنټ سره ټېلي فوني خ??رې شوي٬ د يوكرين په صورتحال زمونږ خ??رې اترې شوي او ما د پاكستان موقف ھغوي ته وړاندې كړے ٬ ده ووئېل مونږ دواړه ??ه دې متفق يو چې د مخ په ??ړاندې تګ لاره خ??رې اترې او سفارتكاري ده، مونږ په ??ړومبۍ ورځ و??يلي وو جنګ د مسئلو حل نه دے٬ مونږ د اتيا زره نه زياتې قربانۍ وركړي٬ ده ووئېل كه د يوكرين جنګ زيات شو نو د اروپا په ??عيشت به منفي اغيز وشي٬ پاکستان امن لپاره خپل كردار لوبولو له چمتو دے، ده ووئېل د رومانيه خارجه وزير سره هم زما خ??رې شوي٬ د خپلو زده كوٶنكو په حفاظت سره په انخلاء خ??رې شوي٬ د هند زده كوٶنكو ته هم د پاكستان سفارت فوډ وركوي او د ھغوي ئې مرسته كړې