فيصل آباد 04 فروري (اے پي پي) د فيصل آباد پشمول د ګرد هېواد په بېلو ښارونو كښې به سبا د خالي په ورځ د كشمير يوووالي ورځ په ښه ډول لمانځلې شي او د ډويژن څلورو ضلعو فېصل آباد، جھنګ، ټوبه ټيك سنګھ،چنيوټ پشمول ټولو صوبائي، ډويژنل، ??لعي، تحصيل، ??ټي هيډ كوارټرز كښې به لاريونونه ويستلې شي چې مقصد ئې د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل كولو او كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو پلو راګرځول دي۔ په دې موقع به د ب??لو سياسي ، ديني او مذهبي ګوندونو د سيورې لاندې خاص سيمينارز، كنف??نس??، مباحثې، مذاكرې ، جلسې، جلوسونه كولې شي چې پكښې به د تولو مكاتب فكر شخصيات ګډون كوي۔ د فيصل آباد پشمول نورو ښارونو كښې به بيل مذهبي، سياسي، سماجي او كاروباري تنظيمونو كشميريانو سره د يووالي څرګندونې له بيل پروګرامونه ترتيب كړې