اسلام آباد۔2فروری (اے پی پی) د سپریم کورټ آف پاکستان تر ټولو مشر جج جسټس عمر عطا بندیال د چیف جسټس آف پاکستان په حېث سوګند پورته كړو۔ د شورؤ په ورځ په ايوان صدر كښې يوه پروقاره دستوره كښې صدر مملكت ډاكټر ع??رف علوي له ده څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې وزيراعظم عمران خان په خصوصي توګه ګډون وكړو۔ په دستوره كښې په نورو ګډون كوؤنكو كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ دوهم سپيكر قاسم خان سوري ٬ وفاقي وزيران چوهدري فواد حسېن ٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر نسيم فروغ په شمول نو?? وفاقي وزيران ٬ دوهم وزيران ٬ پارليماني غړي٬ د وكلاﺀ تنظيمونو عهدېداران او سول او پوځي چارواكي شامل وو۔ په دې موقعه د جسټس عمر عطا بنديال د چيف جسټس آف پاكستان په توګه د تعينات كېدو نوټيفكېشن واورولې شو۔صدر مملکت ډاکټر ع??رف علوی د سپریم کورټ تر ټولو مشر جج جسټس عمر عطا بندیال چیف جسټس آف پاکستان غوره كړو۔ د ده د تعيناتۍ نوټيفكېشن به د فرورۍ 2 مې نېټې نه نافذ العمل وي۔ ده ??ه وړاندې چیف جسټس آف پاکستان جسټس ګلزار حسېن تېره ورځ د فرورۍ په وړومبۍ نېټه د ملازمت مودې په ترسره كېدو خپ?? منصب څخه اخوا شوے وو