اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پا??ستان په كال 2021م كښې په بېلا بېلو سفارتي محاذونو سفارتي مقاصد په فعاله او مستقل توګه مخ په وړاندې بوتللي٬مونږ لويو طاقتونو او د منطقې ټولو مهمو شراكتدارو سره دوه اړخيزه اړيكې او دوستي مستحكم ??ړې??د جمو كشمير شخړې او دافغانستان ص??رت??ال پشمول د خارجه پا??ېسۍ په مهمو ستونزو مو په كاميابۍ او موثره ډول خپل نظر وړاندې ??ړې??پاكستان د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادنو سره د معمول د اړيكو پلوي دې خو د ماحول ښه كولو ذمه واري په هند راځي۔د كشمير مسئلې د منصفانه حل نه بغېر په سوئېلي آسيا كښې امن نشي راتللې۔په بې ګناه كشميريانو د روان ظلم او جبر په ضد به په نړيواله كچه غږ پورته كوو۔د ګل په ورځ د خارجه پا??ېسۍ اهدافو 2021 په اړه خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير ووئيل چې كال 2021م د سفارتي مصروفياتو كال و٬مونږ د وزيراعظم په وژن 2021 مكمل عمل كړې٬په خارجه وزارت كښې ګڼ شمېر اصلاحات شوي دي۔ده ووئيل چې د فلسطين مسئلې په اړه د پا??ستان دريځ واضح دې او په دې كښې هېڅ بدلون نه دې راغلې٬په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې او اسلامو فوبيا د ملګرو ملتونو پشمول په نړيواله كچه په ډاګه كړې شوې۔ده ووئيل چې روسيې٬اروپائي ائتلاف٬ افريقې٬آسيان٬مينځني ختيز او د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره زمونږ په اړيكو كښې بهتري راغلې٬امريكې سره په اړيكو كښې بهتري روانه ده۔ده كال 2021م مهم كال ګرځولو سره ووئيل چې په افغانستان كښې امن د پا??ستان د كردار پشمول يو شمېر مهمو پرمختګونو او اقداماتو د پا??ستان د خارجه پا??ېسۍ د ترجيحاتو په وړاندې بوتللو كښې مرسته ??ړې??د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل چې د افغانستان معامله يو چېلنج دے ځكه چې د افغانستان د ص??رت??ال نيغ په نيغه په پا??ستان آغېز كېږي٬پاكستان د امن په عمل كښې بشپړ كردار ترسره كړې او نړۍ يې ستائنه ??ړې??خارجه وزير ووئيل چې تېر كال د 50 زياتو هېوادونو سره 85 دوه اړخيزه تبادلې شوې دي۔ملګرو ملتونو د پا??ستان يا د پا??ستان په مرسته وړاندې كړې شوې پنځه قراردادونه منظور كړي۔خارجه وزير ووئيل چې پا??ستان افغان اولس لپاره د انساني مرستې په غرض د پنځه اربه روپو د مرستې لوظ ??ړې??د او آئي سي هېوادونو ھم په دې وروستيو كښې په اسلام آباد كښې د افغانانو انساني مرستې لپاره اتفاق ??ړې??خارجه وزير ووئيل چې د پا??ستان او روسيې ترمينځه اړيكو وده كړې٬د تېر كال په وړومبو لسو مياشتو كښې د پا??ستان او روسيې ترمينځه په دوه اړخيزه تجارت كښې 20 فيصده اضافه شوې۔ده ووئيل چې مونږ د افغانستان په اړه هم د مشورې لړۍ په ځاې ساتلې۔