اسلام آباد 19دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو د كونسل په 17مه غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره راغلې د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالله ليدلي دي٬دواړو لارښودو د افغانستان صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخ?? د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالله ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال په جيو سټريټجك ماحول او ??ه خاص توګه د افغانستان په صورتحال٬دفاعي او امنيتي مرسته او د پاك ايران بارډر سېكورټي مېكنزم پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې پاكستان او ايران شريك تاريخ٬مذهب او ??لتور لرونكي ګاونډيان دي٬ پاكستان ايران سره تاريخي د ورورولۍ اړيكو ته اهميت ور??وي?? د ايران خارجه وزير د افغانستان په صورتحال كښې د پاكستان كردار وستائېلو۔