اسلام آباد 07 دسمبر(اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د م??رک??ټ د حاجت او طلب له مخې به ځوانان تربيه كول وي٬ مېرمنې او خاص كسان هنر مند جوړولو ته به خصوصي پاملرنه كول وي٬ د م??رک??ټ طلب پوره كولو لپاره به د هنر مندو شمېره زياتول وي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان ل?? مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه په هېواد كښې د ټيکنيکل او ووکېشنل ټرېننګ په اړه د بريفنګ په مهال وكړه۔ د بريفنګ په غونډه كښې د نيو ټېك چيئرمې?? سيد جاوېد حسن، او د ټيوټا صوبائي مشرانو ګډون وكړو۔ صدر مملکت ووئيل خصوصي وګړي د هېواد د آبادۍ د 12 نه تر 14 فيصده دي٬ مېرمنې او خصوصي كسان د ټولنې فعاله وګړي جوړولو لپاره به دوي هنر مند جوړول وي۔ صدر مملكت ووئيل هنر مند افرادي قوت تيارولو لپاره صنعت سره تړون ضروري دې٬ ځوانان هنر مند جوړېدو سره به دوي لپاره د روزګار موقعې رامخې ته شي۔