اسلام آباد 13نومبر (اے پي پي) د افغان عبوري خارجه وزير مولوي امير خان متقي وئيلي دي چې په افغانستان كښې د پا??ستان د مثبت كردار نړۍ اعتراف كوي، پا??ستان دوره ښه وه۔د ېد خيالاتو خرګندونه ده د خالي په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د افغانستان عبوري خارجه وزير مولوي امير خان متقي څوك چې دا مهال د پا??ستان په دوره ؤ د خالي په ورځ هېواد ته ستون شوې۔ده په خپله مركه ووئيل پا??ستان سره ښه اړيكې او تجارت ته د ودې وركولو خوښې لرو،مونږ لوظ كړې چې د افغانستان خاوره به د پا??ستان په ضد ونه كارولې شي۔ مولوي امير خان متقي ووئيل افغانستان كښې د پا??ستان د مثبت كردار نړۍ اعتراف كړې، د پا??ستان دوره تر ډير حد ښه وه په ټولو چارو خبرې اترې شوي۔ده ووئيل د افغانستان امن د پا??ستان امن دے، مونږ هم خواهش لرو چې پا??ستان سره ښه اړيكې ولرو۔ ده ووئيل اوس په افغانستان كښې نوې اسلامي حكومت جوړ شوې،زمونږ سياست او پا??يسۍ متوازن دې،مونږ د ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غو??ړو،نه غو??ړو چې زمونږ سيمه د نړيوالو قوتونو د دښمنانو مركز جوړ شي، افغانستان جغرافيائي اهميت لري، سوئيلي اسياﺀ او مركزي اسياﺀ ترمينځه تجارت كښې د پل كردار ترسره كولې شو،د ېد موقعې څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده۔ مولوي امير خان متقي ووئيل افغانستان كښې د جنګ خاتمه او امن او استحكام د ټولې سيمې په ګټه دې، افغانستان كښې 40 كاله پس امن راغلې۔ ده ووئيل د افغانستان موجوده حكومت د افغانستان د ټولو سيمو او اولس نمائندګي كوي، كابينه كښې د افغانستان ټول قبائل او سيمو نمائندګي شته،مونږ د افغانستان پخواني صدر اشرف غني په دور كښې كار كونكې يو تن هم د نوكرۍ څخه اخوا كړې نه دې۔د يوې پوښتې په ځواب ده ووئيل دا مهال 75 فيصده تعليمي ادارې پرانستلې شوي، د جينكو تعليمي ادارې هم پرانستلې دي ، اشرف غني په دور كښې چې څومره ميرمنو كار كولو ، هغه اوس هم ك??ر كوي او هغوې له تنخاګانې وركړې كېږي۔