اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئ??لي دي چې كالعدم ټي اېل پي سره د امن مذاكرات شوي دي، د نهې تر ورځ به صورتحال معمول ته راشي، اوسنې حكومت په هېواد كښې د قانون په سرلوړې باور لري او م??نږ حقيقي جمهوري اصولو سره ولاړ يو، چا ته به هم قانون په خپل لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي. د اتوار په ورځ ??جي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې حكومت مظاهرچيانو سره كوم ډول تصادم نه غواړي، م??نږ مظاهرچيانو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كوو. ده ووئيل چې د احتجاج او دهرنې په وجه بند كړې شوې لارې به د نهې تر و??ځ پرانستلې شي. ده ووئيل چې حكومت به په هېواد كښې د امن او امان صورتحال په ځائ ساتلو لپاره ټول ضروري اقدامات كوي او چا ته به هم قانون په خپل لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي.