كراچې 23 اکتوبر(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د رحمة للعالمين اتهارټي جوړول د وزيراعظم ډېر لوي اقدام دے، په قر??ن مجيد او اسوه حسنه عمل كولو سره مو??ږ د نړۍ تر ټولو طاقتور قوم جوړېدے شو، بايد مو??ږ د خپل قوم تربيه وكړو، پ?? دې لړ كښې دې علما كرام عبادات سره سره د اخلاقيات تربيه وكړي، حكومت ښه او معياري تعليم لپاره هڅې كوي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په ګورنر هاٶس كښې سيرت النبي ﴿ص﴾ كانفرنس ته د وېډيو لنك د لارې په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې مې??يا د رياست يوه مهمه ستن ده او دا د قوم په تربيه كښې ډېر مهم كردار لري، د پاكستان مې??يا يوه ذمه واره مې??يا ده. د سندھ ګورنر ووئيل چې په كانفرنس كښې د شريك علما و مشائخ مننه كوم. ده ووئيل چې وز يراعظم عمران خان پاكستان د مدينې رياست جوړولو تصور لري او هغه د علما كرامو د مرستې په انتظار دے، پ?? دې لړ كښې د پاكستاني رياست حكمران ستاسو په لور روان دے، علما كرام دې د عمران خان ملګرتيا وكړي. ده ووئيل چې مو??ږ رحمة للعالمين اتهارټي جوړوو، دا اتهارټي به وزيراعظم ته مشوره وركوي او د ټولې اسلامي نړۍ علما كرام به پ?? دې كښې شامل وي خو د پاكستان علماكرام به ئې مشري كوي ځكه چې د علما كرامو د مرستې نه بغېر دا هر څه ممكن نه دي. الله مو??ږ ته مو??ع راكړې چې د مدينې رياست جوړ كړو. كانفرنس ته د سندھ ګورنر هم وېنا وكړه.