اسلام آباد 12 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم ?? سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي وزيراعظم ??مران خان د 22 كاله لويو هلو ځلو نه پس د كروړونو پاكستانيانو په ملاتړ اقتدار ته راغلے، د كوم يو كس په وجه په پنجاب يا وفاق كښې د حكومت جوړېدو ??بر?? سمه نه ده، پي ټي آئي اوسني مقام ته د رسولو ټول كرېډټ وزيراعظم ??مران خان لري، په سياسي ګوندونو كښې ټول خلق په ګډه ګوند لپاره هڅې كوي. د نهې په ورځ د جهانګير ترين د بيان نه پس نجي ټي وي چېنل سره په ??بر?? كښې ده ووئيل په سياسي ګوندونو كښې د ګوند مشرتابه او په ګوند كښې د شاملو ټولو خلقو د ملاتړ نه بغير كوم يو كس يوازې كار نه شي كولے. په كوم هم سياسي ګوند كښې ټول خلق په ګډه ګوند لپاره هڅې كوي. ده ووئېل وزيراعظم ??مران خان يو تحريك پېل كړے ؤ كوم چې د وخت تېرېدو سره يو كاروان جوړ شو او ټولو خلقو خپل خپل كردار ترسره كړو او د دې په وجه تحريك انصاف اقتدار ته ورسېد. ډاكټر شهباز ګل ووئيل په دې ??بر?? كښې هېڅ شك نشته چې جهانګير ترين تحريك انصاف لپاره لوي خدمات لري خو كه چرته د وزيراعظم ??مران خان هلې ??لې نه وې نو يو كس هم يوازې تحريك انصاف دې مقام ته نه شو رسولے. دا وئيل چې په د كوم يو كس په وجه د پنجاب يا وفاق حكومت جوړ شوے، سمه نه ده. كه كوم فرد واحد دے نو هغه يوازې وزيراعظم ??مران خان دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زما په نظر كښې په ګوند كښې دننه د جهانګير ترين په ضد كوم سازش نه دے شوے