اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان په هرنائي ضلع كښې د 5.9 درجې شدت زلزلې په نتيجه كښې نزدې 20 كسان مړ?? او 300 نه زيات ژوبل شوي دي۔ د زلزلې جړقونه د صوبائي پلازمينې كوئټې سره سره په سبي ٬ هرنائي ٬ پشين ٬ قلعه سېف الله ٬ چمن ٬ زيارت ٬ ژوب او نور يو شمېر سيمو كښې محسوس كړې شول۔ د پروونشل ډیزاسټر مېجنمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) بلوچستان لمخې د شورؤ او زيارت منځومانۍ شپه كښې په 2 دقيقيې او 3 بجې د راغلې زلزلې د لاسه د كورونو ملبې لاندې كېدو په نتيجه كښې 20 كسان مړ?? او 300 نه زيات ژوبل شوي دي۔د ريسكيو ذريعو لمخې په هر نائي كښې د 70 نه زياتو كورونو ته د زيان رسېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ د زلزلې د لاسه د نسكور شويو ودانيو د ملبې لاندې ګېر شويو كسانو ويستلو له رېسكيو آپرېشن روان دے۔ صوبائي داخله وزي?? مير ضياﺀ الله لانګوو ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې د زلزله ځپلې صوبې په ټولو ضلعو كښې اېمرجنسي په ځاې كړې شوې ده دغسې چې د مرستې هلې ځلې روانې وساتلې شي۔ صوبائي وزير ووئيل ځپليو سيمو ته چورلكې لېږلې شي دغسې چې زيات ژوبل كسان صوبائي پلازمينې يا نورو ښارونو ته منتقل كړې شي۔ د پاکستان نېشنل سېسمک مانیټرنګ سېنټر لمخې د زلزلې شدت په رېكټر سكېل 5.9 ريكارډ كړے شو د كومې مركز چې د كوئټه نه 102 كلوميټره لرې هرنائي ته نزدې د زمكې كچې نه 15 كلوميټر ژور ؤ۔ د زلزلې د لاسه ځپليو شويو ځينو سيمو كښې د لېنډ سلائيډنګ د لاسه يو شمېر سړكونه بند شوي دي چې لا امله ئې د مرستې كار اغېزمند شوے دے۔ د هرنائی دوهم كمشنر سهېل انور هاشمي وئيلي چې مړ?? او ژوبل كسان نزدې روغتونونو ته منتقل كولې شي۔ هغه زياته كړه چې مړ?? او ژوبل شويو كسانو كښې مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔ يو ځائي عهدېدا?? ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې د مړ?? شمېره زياتېدې شي۔ ژوبل شويو كښې د لږ تر لږ 15 كسان حالت اندېښمن دے او تر دې دمه يو شمېر كسان د ملبې لاندې لا ګېر دي۔