کراچی۔12ستمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د افغانستان اكاؤنټس منجمد كولو سره به ا??ساني بحران رامخے ته شي ٬ مونږ بايد هيله ولرؤ چې طالبان به نړۍ سره چلند وكړي لكه څنګه چې هغوي وئيلي دي چې ترهګر تنظيمونو ټي ټي پي يا داعش ته به د خپلې خاورې كارولو اجازه نه وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ ځائي هوټل كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل هندي ميډيا په پاكستان بندېزونه لګولو سره شور كوي۔ د نرېندر مودي ميډيا د پن?? شېر په بې بنسټه خبرونو د پاك پوځ په ضد بې اساسه تورونه ولګول او د حقيقت نه لرې خبرونه ئې نشر كړل۔ وفاقي وزير ووئيل دا خبره ياد ساتل پكار دي چې د پاكستان افغانستان كښې مفاد يوازې امن ٬ استحكام او پرمختګ دے۔ هندي ميډيا په دروغو اډانه ده۔ داخله وزير ووئيل مونږ د ??لا برادر د امن مقصد لپاره ا??ريكا سره خبرو ته ناسته كولو كښې مرسته وكړه۔ امريكې يوه لوظنامه لاس ليك كولو سره ا??غانستان پرېښود۔ پاكستان په دې كوم لاس ليك نه دے كړے۔ وفاقي وزير ووئيل پاک پوځ د 8 نه تر 10 زرو غېر ملكي وګړو پاكستان كښې مېلمستيا وكړه ا?? هغوي ته ئې خپلو سيمو يا چرته چې هغوي تلل غوښتل د تللو اجازه وركړه۔ هغه ووئيل داخله وزارت هغوي ته د 21 ورځو وېزې جاري كړې وې۔ ځينو ته د يوې مياشت وېزې هم جاري كړې شوې كوم چې پروازونو كښې د تاخير يا كومې بلې مسئلې سره مخ وو۔ هغه ووئيل هېواد كښې د كډوالو كوم كېمپ نشته۔ كوم كسان چې په غېر قانوني توګه داخل شوې وو هغوي بېرته لېږلې شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د امريكا او چين ترمينځه تاؤ تريخوالې د پاكستان په ډول غېر جانبدار هېواد لپاره هم مسئلې رامخې ته كوي۔ هغه ووئيل 40 لکه ا??غان كډوال د وړاندې نه پاكستان كښې ژوند كوي او كله چې افغان حكومت مستحكم شي نو پاكستان به د افغان كډوالو سباؤن حوالې سره په پرېكړه غور كوي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان او د هغه كابينه ا??ېكټرانك ووټنګ مشین معارفي كول غواړي كه په دې اړه مخالفه ډله كوم تحفظات لري نو مذاكرات دې وكړي۔ هغه ووئيل ترميمي بدل به وړاندې كولې شي او مونږ ټاكنو ته عزت وركولو له ا??ېكټرانك مشينونه معارفي كول غواړؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د الېكټرانك مشينونو په اړه به د الېكشن كمېشن آف پاكستان تحفظات لرې كړې شي۔ هغه ووئيل پي ډي اېم پخوانے مشق بيا پېل كړے دے۔