اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي د سيد عل?? ګېلاني مرګ د كشميريانو لپاره لويې زيان دے٬ څه ډول چې سيد عل?? ګېلاني د كشميري مزاحمتي تحريك قيادت كړے هغه د جمو كشمير په تاريخ كښ?? مثال نه لري ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ده انسټي ټيوټ آف ريجنل س??ډيز كښ?? د كشمير د آزادۍ هلو ??لو پلار ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د يو دور اختتام”علي ګېلاني ميراث”په سرخط يو ويبنار ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښ?? وكړه۔ده ووئيل س??د عل?? ګېلاني چې د كومې ثابت قدمۍ څرګندونه كړې هغه د كشمير مزاحمتي هلو ??لو د تاريخ يو مثالي باب دے۔ده ووئيل په هند كښ?? د هندوتوا حكومت د سيد عل?? ګېلاني تحريك ته زيان نه دے رسولے۔ده ووئيل س??د عل?? ګېلاني د كشمير د آزادۍ په تحريك كښ?? د ټاكنو سياست څخه تر احتجاجي تحريك ټول آپشن استعمال كړي۔ده ووئيل س??د عل?? ګېلاني مونږ ته يو سبق راكړے چې په هېڅ صورت به ماتې نه منو او د عظيم مقصد لپاره به په مړانه اودرېږو۔هند سيد عل?? ګېلاني په حراست كښ?? وژلے او د هغه كورنۍ له يې د هغه په جنازه كښ?? د ګډون كولو اجازه هم نه ده وركړې۔ ده ووئېل نن هر يو كشميرے ګېلاني دے او دا هلې ځلې به تر هغه وخت روانې وي تر څو چې كشمير نه وي آزاد شوے