اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د برتانيې خارجه وزيرہ ډومېنك راب د جمعې په ورځ ليدلي٬ د ملاقات په مهال په افغانستان كښې په دې وروستيو كښې د شوي پېشرفت پشمول په دوه اړخيزه معاملو٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څ??ګندونه شوې۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان د برتانيې خپل همڅنګ بورس جانسن سره د ټېلي فوني خبرو ذكر كولو سره په افغانستان كښې په بدلېد??نك?? صورتحال د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړو۔ وزيراعظم د پاكستان او منطقې استحكام لپاره سوله ايز٫ محفوظ او د مستحكم افغانستان اهميت رامخې ته كړو۔ وزيراعظم ووئيل افغانستان كښې د سلامتيا صورتحال ښه كول، امن مضبوطولو لپاره اقدامات كول او د اولس د كډې كولو لاره نيول ضروري دي٬ په دې لړ كښې د انساني بحران لاره نيول او معيشت مستحكم كولو ته په سمدستي توګه اړتيا ده۔ وزيراعظم زور رواړو چې بايد نړيواله ورورولي افغانانو سره ودرېږي۔ په دې لړ كښې به په زړه پورې روابط جوړول ٬ مستحكم او د ټولو ډلو پشمول سياست باوري كولو لپاره مراعات وركول وي۔ وزيراعظم د افغانستان دننه او بهر د موجود”سپوائلر” د كردار پحقله ووئيل چې ھغوي صورتحال خرابولې شي۔ وزيراعظم د برتانيې خارجه وزير مقبوضه ك??مير كښې د بشري حقونو په لويه كچه د خلاف ورزو په اړه هم خبر كړو۔ ده د سينئر كشميري لارښود سيد علي ګېلاني مړې د خپلې كورنۍ نه په زبردستۍ د اخستو او د هند د غېر انساني رويې په اړه هم ووئيل۔ وزيراعظم عمران خان د پاكستان او برتانيې او د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د مضبوط روابطو او د اوږدې مودې اړيكو ذكر هم وكړو۔ وزيراعظم پاكستان په رېډ لسټ كښې په ساتلو د تحفظاتو څ??ګندونه كولو سره ووئيل دې سره د دوه ځايئز شهريت لر??نك?? وګړي ستونزو سره مخ دي۔ د ملاقات په مهال په ماحولياتي بدلون٬ په سوئيلي آسياء كښې امن او استحكام او په نړيواله سياسي وضعه هم د خيالاتو څ??ګندونه وشوه