اسلام آباد۔22اګست(اے پی پی)افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وئيلي دي چې افغانستان كښې د اوږدې مودې امن لپاره په ټولو افغان سياسي قوتونو د مشتمل حكومت جوړول ضروري دي۔ وزیراعظم عمران خان ټول عمري وئيلي د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته او نن نړۍ د دې تائيد كوي۔ نړيوالې ورورولۍ او ټولو هېوادونو له به افغانستان كښې سياسي مفاهمت ته وده وركول وي۔ د هند افغانستان كښې منفي كردار په ډاګه شوے دے۔ هند ټول عمري د افغان سياسي مفاهمت مخالفت كړے دے۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خصوصي خبرو كښې هغه ووئيل افغان ??ار??ود ګلبدین حکمت یار سره ملاقات ك??ې افغانستان كښې د تلپاتي امن په ځائې كولو ، افغانستان كښې د تېرو څلور لسيزو ن?? د ??اروانې ناامنۍ او شخړې ختمولو ل?? د ??ياسي حل راويستلو په اړه خبرې وشوې۔ منصور احمد خان ووئيل مونږ افغانستان كښې يو داسې حكومت غواړؤ كوم ته چې د اولس باور ترلاسه وي۔ دغسې چې افغانستان ك??ې امن او استحكام راشي۔ هغه ووئيل په عمومي توګ?? د ??فغانستان صورتحال امناك دے ٬ په سړكونو او بازارنو ك??ې امن په نظر راځي خو ایئرپورټ آپرېشنز كښې زيات مشكلات دي او دا ځكه چې د غېر ملكيانو سره سره ډېر زيات افغان وګړي هم هېواد پرېښودل غواړي۔ مونږ له په ګډ?? د ??ې حل راويستل وي۔ د كركټ لوبډلې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاکستانی سفارت د افغانستان لوبډلې لوبغاړو ته وېزې جاري كړې دي۔ هغه ووئيل كه پروازونه بحال نه شول نو مونږ سر?? د ??فغان لوبغاړو د طورخم د لارې په سړك د لېږلو آپشن هم موجود دے بياهم دې حوالې سره به مونږ ته د پاكستاني چارواكو اجازه پكار وي