اسلام آباد 09اګست (اے پي پي) د محرم الحرام په مهال به ټول فكري مكتبونهد روادارۍ او د روغې جوړې په ځاےساتلو لپاره د زړه د كومي هڅې كوي٬ په مجلسونو او دستورو كښ?? به د كرونا په اېس او پيز په سختۍ سره عملدرامد باوري كولې شي٬ دغسې چې د كرونا وائرس بيا خپرېدو څخه بچ شو ٬ په قامي او د هېواد په حالاتو او چارو د هر مكتبه فكر علماﺀ كرام به يو موټې وي ۔ د ګډې دا اعلاميه د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ او د مذهبي چارو وزارت كښې د اسلام آباد او پېنډۍ د بېلا بېل مس??كونو نوموړو علماﺀ كرامو٬ عظام٬ خطباء او مذهبي شخصياتو مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د غونډې نه پس جاري كړې شوې۔ د اعلاميې له مخې د نورو مس??كونو د اكابرينو به احترام كوٶ او د يو بل د مقدساتو د توهين او تنقيص نه به ډډه كوٶ٬ علما كرام دې په خطبو او مصنفين دې په خپلو تقريرونو او تحريرونو كښې توازن او اعتدال پېدا كړي او د داسې راپاروٶنكو بيانونو او تحريريونو نه دې ډډه وكړي كومو سره چې د نورو زړونو ته ازار رسېدے شي۔ د اعلاميې له مخې مس??كې شخړ?? به د شريك مشاورت٬ روغې٬ جوړې او د سنجيده مكالمې د اوصولو په رڼا كښې ترسره كولې شي۔ د اعلاميې له مخې د امهات المومنين ، صحابه كرام ، اهل بېت اطهار، اولياﺀ كرام ، تابعين و تبع تابعين او د امت د ټولو اكابرينو ادب او د احترام به خيال ساتلے شي او په دې كښ?? به نه د چا سپكاوے او نه تنقيد كولے شي۔ علماﺀ كرام دې د كربلا پېښې په تناظر كښې د كشميريانو د قربانيو هم ذكر وكړي او په دو كېدونكې ظلمونه دې هم نړۍ ته په ډاګه كړي۔ د دې نه وړاندې د محرم الحرام په مهال مس??كي رواداري باوري كولو لپاره د مذهبي چارو وزارت تر سېوري لاندې د علماﺀ كرامو غونډه مذهبي چارو لپاره د وزيراعظم خاص استازي علامه طاهر اشرفياو نورو اړونود چارواكو په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښ علامه عارف واحدي، مولانا چراغ الدين شاه، مولانا تنوير علوي، مولانا ابوبكر حنيف صابري، مولانا طاهر عقيل اعوان، پير عظمت الله سلطان، مولانا عبد القدوس، علامه اختر عباس، مولانا بشارت امامي، د اسلام آباد دوهم كشمنر، د داخله وزارت او د اېن سي او سي لوړو پورو ګډون وكړٶ