اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د زيارت په ورځ په منامه كښې د بحرين ??رم??نروا شاه حمد بن عيسي الخليفه سره ملاقات كړے۔د خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬بېلو څانګو كښې د مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير د بحرين ??رم??نروا شاه حمد بن عيسي الخليفه ته د وزيراعظم عمران خان ٬ صدر ډاكټر عارف علوي لخوا د شاهي كورنۍ او بحرين اولس پرختګ او خوشحالۍ لپاره د نيكو هيلو پېغام ورسولو۔په دې موقع په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان بحرين سره دوه اړخيزه ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دې لا مستحكم??لو لپاره عزم لري۔ د بحرين د ??رم??نروا شاه حمد بن عيسي الخليفه د بحرين تعمير او پرمختګ كښې د پاكستان كميونټۍ كردار وستائېلو۔خارجه وزير په بحرين كښې د مېشته پاكستانيانو په خاص خيال ساتلو د بحرين ??رم??نروا شاه حمد بن عيسې الخليفه مننه وكړه او وې وئېل د پاك بحرين شريك وزارتي كمېشن به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو٬دوه اړخيزه تجارتي٬اقتصادي او ګڼ اړخيزه مرستې زيات??لو له مرستياله ثابت شي۔ده ووئيل د پاكستان او بحرين اړيكې په يو ډول مذهبي٬كلتوري او تاريخي اقدارو اډانه دي۔خارجه وزير په دې مهال د صدر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان ل??وا د بحرين ??رم??نروا شاه حمد بن عيسي الخليفه ته د پاكستان دورې ك??لو بلنه وركړه