اسلام آباد26جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد د وګړي اپيل منظور كړے٬ صدر مملكت د اېن ا?? سي فيس په مد كښې اغستې شوې د يولس لكه نه زياتې روپۍ ګيله كونكې ته د بېرته و??كولو سپارښتنه كرې ۔ صدرد وګړي په شكايت سي ډي اے ته د سي اېن جي سټېشن لپاره د اېن ا?? سيفيس په مد كښې د اغستو روپو د بېرته و??كولو پرېكړه امر كړے۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې شكايت كونكي مېجر (ر) مسعود باجوه په اسلام آباد كښې سي اېن جي سټيشن جوړولولپاره په كال 2007م كښې د اېن ا?? سي فيس جمع كړے ٶ خو د اړوندو ادارو لخوا د اېن ا?? سي په و??ت نه ترلاسه كېدو شكايت كونكي د روپوبېرته و??كولو غوښتنه كړې وه٬دغسې هغه د روپو په نه ترلاسه كېدو د سي ډي اے په ضد وفاقي محتسب كښې په كال 2020 كښې درخواست جمع كړے ٶ كوم چېد زي??ت وخت تېرېدو او د سي ډي اے بورډ لخوا د اېن ا?? سي فيس نه و??پسكولو پرېكړې په بنياد رد كړےشوے ٶ ٬ د دغې پرېكړې په ضد وګړي صدر ته د خپل حق لپاره د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد اپيل كړے ٶ٬ صدر مملکت په دې لړ كښې خپله پرېكړه كښې وئيليدي د يو وګړي خاص مقصد لپاره جمع كړې روپۍ د قانون د نشتوالي په سبب نشي ضبط كېدلې۔ صدر وئيلي دي د سي ډي اے د بورډ پرېكړه د كال 2013 نه په وړاندې كېسونه نه لاګو كېږي، په 2007 كښې د بورډ اړوند قانون نه ٶ راغلے ځكه په دې كېس ئې اطلاق نه كېږي۔ده ووئيل د محتسب په پرېكړه كښې د معاملې دا اړخونه نظر انداز كړے شوي۔ صدرخپله پرېكړه كښې وئيلي دي د آئين له مخې يو وګړےهم په خلاف قانون د خپل مال نه نشي محرومه كېدے، د پاكستان آئين هر كس ته د قانون له مخې د منصفانه سلوك باور وركوي۔ صدرخپله حكم نامه كښې د محتسب پرېكړه مسترد كولو سره شكايت كونكي له د اېن ا?? سي فيس په مد كښې اغستې روپۍ د بېرته و??كولو امر كړے